شاته

امریکايي عسکر به څو کاله نور هم افغانستان کې وي- جنرال میلي

د متحدو ایالتونو د پوځ یو لوړ پوړی جنرال مارک میلي وایي چې امریکایي ځواکونه به څو کاله نور هم په افغانستان کې پاتې وي.

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د یکشنبې په ورځ (نومبر۱۰) د اې بي سي تلویزون د "دا اونۍ" په خپرونې کې له امریکا څخه دباندې د امریکایي عسکرو په موجودیت او د ترهګرۍ پر ضد د هغوی پر رول خبرې وکړې.

نوموړي وړاندوینه وکړه چې "امریکايي ځواکونه چې ۱۸ کاله کېږي په افغانستان کې دیره دي، څو کاله نور هم به هلته پاتې وي."

هغه همدغه راز وویل "موږ افغانستان ته د دې لپاره ولاړو چې هغه هېواد بیا د ترهګرو ځاله نشي چې پر متحدو ایالتونو برید وکړي. دا ماموریت لا بشپړ شوی نه دی او د دغه ماموریت د بري لپاره افغان حکومت او د افغانستان ځواکونه باید د خپل هېواد د امنیت ساتلو جوګه شي او پرېنږدي چې ترهګر یې له هېواد څخه پر نورو هېوادونو او په خاص ډول پر متحدو ایالتونو برید وکړي."

تر دې مخکې ولسشمر ټرمپ ویلي وو چې امریکایي ځواکونه له بهرنیو هېوادونو څخه وباسي. هغه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو خبره هم کړې وه.

جنرال میلي مشخصآ ونه ویل چې په افغانستان کې به یې ځواکونه څو کاله نور وي، خو تر دې مخکې امریکایي چارواکو ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو موجودیت په حالاتو او شرایطو او له طالبانو سره د سولې په خبرو پورې تړلی دي.

له طالبانو سره د سولې په خبرو کې په تدریجي ډول له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو خبره هم شوې وه.

امریکا له تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو راهېسې په افغانستان کې ځواکونه لري چې د ترهګرۍ پر ضد د افغان حکومت سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي. په دغې مودې کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکايي ځواکونه وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې دېره دي.