شاته

امریکا په سوریه کې سلګونه سرتيري ساتي

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي چې په سوریه کې لا هم د داعش جنګیالي شته او دوی به هلته خپل سلګونه سرتیري وساتي.

ښاغلي میلي د یکشنبې په ورځ (نومبر۱۰) داې بي سي تلویزون د " دا اونۍ" په خپرونې کې وویل: "هلته (سوریه کې) به تر ۱۰۰۰ کم سرتېري پاتي شي. ښايي ۵۰۰ وي او یا ۶۰۰ وي."

دغه جنرال چې په عراق او افغانستان کې د امریکا د پوځ مشر و، وايي چې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو موجودیت ځکه مهم دي چې هلته لا هم داعش فعال دی.

نوموړی وايي که په سیمه کې د داعش د جنګیالیو تعقیبول او پر هغوی د فشار راوړل روان ونه ساتل شي، ښایي ډا ډله بیا رادبره او منظم شي.

دا خبره داسې مهال کیږي چې ولسمشر ټرمپ د سوریې له شمال څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر کړی و. څو ورځې مخکې امریکایي چارواکو وویل چې د سوریې د تیلو د زیرمو د ساتلو لپاره به هلته امریکايي ځواکونه ځای پر ځای شي. وايي دا کار د دې لپاره کوي چې اورپکی دغه زیرمې ترلاسه نکړي.

د سوریې له شمال څخه د امریکایي عسکرو د ایستلو په پرېکړې په کور دننه هم ډېرو سیاستوالو پر ولسمشر ټرمپ نیوکې وکړې او وویل چې هلته یې امریکایي متحدین یوازې پرېښودل.

کردي جنګیالیو په سوریه کې د داعش پر ضد د امریکا مرسته وکړه، خو د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ترکیې د کردانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل چې بیا د یوې موافقې په نتیجه کې د اوس لپاره دا عملیات درول شوي دي.