شاته

د ټاکنو د ناڅرګند برخلیک له امله سوداګر پانګونه نه کوي ـ الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د ولسمشریزو ټاکنود پایلو نا څرګند برخلیک دافغانستان د سوداګرۍ پر بهیر له ۱۵ نه تر ۱۸ سلنې منفي اغېز کړی دی.

خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۰مه «لړم ۱۹مه» امریکا غږ ته وویل، چې د ټاکنو د برخلیک د نه معلومېدو له امله سوداګر پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

هغه وویل:" پر موږ یې منفي تاثیر کړی دی، اقتصاد واقعاً له رکود سره مخ دی، تشویش زیات شوی دی، حتا د خلکو فابریکې او پروژې چې په کار باندې اچولي وې، هغه ځنډولې دي، چې تر څو د ټاکنو برخلیک معلوم شي.هر څومره چې د ټاکنو بهیر ځنډيزي، هغومره د هېواد اقتصاد ته ضرر دی."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې «مېزان میاشتې پر ۶مه» نېټه تر سره شوې چې د یوې نیمې میاشتې په تېرېدو سره یې لا لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

په داسې حال کې، چې د ټاکنو کمېسیون د روانې لړم میاشتې ۲۳مه د لومړیو پایلو د اعلان د نېټې په توګه ټاکلې وه، خو ددغه کمېسیون یوه کمېشنر مولانا عبدالله عبدالله تېره جمعه وویل، چې ستونزو ته په کتو ممکن لومړۍ پایلې پر ټاکل شوې نېټه اعلان نشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشریزو ټاکنو یوه کاندید عبدالله عبدالله هم نن یکشنبه یوې غونډې ته وینا کې د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل چې د رایو بیا شمېرلو بهیر ژر تر ژره ودروي.

ښاغلي عبدالله عبدالله وویل، د خلکو له پایکو رایو دفاع کوي او زیاته یې کړه، که ټاکنې کړکېچ ته ولاړې شي مسؤلیت یې به د دولت ساز ټاکنیز ټېم په غاړه وي.

خوښاغلي الکوزي وویل، که د ټاکنو برخلیک همداسې نامعلوم وي، موجوده پانګه به هم له هېواد څخه ووزي.

نوموړي زیاته کړه: " حتافابریکې نه راوړي، فابریکې په کانټېنرونو کې پرتې دي په بندرونو کې خریداري کړي دي، وطن ته یې نه راوړي، خلک بېرېږي، چې ټاکنې بحران ته ولاړې نشي."

په ورته وخت کې بیا د ولسمشر غني په مشرۍ دولت ساز ټېم پرون ناوخته د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتي، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې پر خپل ټاکل شوې نېټه اعلان کړي.

د دولت ساز ټېم په اعلامیه کې راغلي:"له کوم څرګند دلیل پرته د ټاکنو د پایلو د اعلان ځنډ هېواد له ګونګ حالت سره مخ کوي او د نه روڼتیا په صورت کې دغه ګونګ حالت د هېواد په اقتصاد او سولې پروسې ته چې افغان ولس ته لومړیتوب لري نېغ په نېغه زیان رسوي."

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا د تېرو پارلماني ټاکنو د پایلو ځنډېډو هم افغانستان ته له اقتصادي اړخه لویه ضربه ورسوله.