شاته

عبدالله: د رایو بیا شمیرل ودروئ؛ صالح: بهانې مکوئ

د "ثبات او همپالنې" د ډلې مشر عبدالله عبدالله د افغانستان د ټاکنو له کمېسیون غوښتي چې د رایو بیا شمېرل دې ژر تر ژره ودروي. خو د "دولت ساز" ټیم لومړی معاون امرالله صالح پر ښاغلي عبدالله او ټیم یې غږ کړی چې نور دې د بهانو له سیاست نه لاس واخلي.

ښاغلي عبدالله د یکشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۰مه «لړم۱۹مه» د لویې جرګې په خېمه کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل:" زموږ ټېم خبرو ته چمتو دی، دغه خبرې کېدایشي د نړیوالو او داخلي ناظرینو او ټیفا او فیفا په حضور کې تر سره شي، موږ کړکېچ ته د ټاکنو بهیر د ایستلو هڅه کې نه یو، بلکې له درغلیو څخه د ټاکنو بهیر د ایستلو هڅه کوو."

هغه د ټاکنو کمېسیون ته ګواښ وکړ، که چېري د 'د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ'له ناظرینو پرته د رایو شمېرلو ته دوام ورکړي، پر وړاندې به یې سوله ایزو اقداماتو لاس پوري کړي.

د دولت ساز ټیم معاون امرالله صالح د ښاغلي عبدالله د څرگندونو په ځواب کې ویلي چې: "بل تور مو دادی چې د دولت ساز ټیم خلک په زور او گواښ جلب او جذب کړي. دغه تور (پدې معنی دی) چې په خپله اینه کې نور گورئ. زه په لسگونو څرگند او ښکاره مثالونه لرم چې د اجرائیه ریاست له لورې په ولایتونو کې گمارل شویو کسانو یواځې دا نه چې خلک گواښلي چې نورو ته رایه ورنکړي بلکه د ولایت ټوله دستگاه یې هم په خدمت کې وه".

ښاغلي صالح همداشان ویلي دي چې: " (د انتخاباتو) د پایو اعلان ملت له ابهام نه ژغوري – اقتصادي خوزښت – د سولې د بهیر لپاره سیاسي وضاحت او ټینگ موقف رامنځ ته کوي. د بهانو او تکراري سیاست نه لاس واخلئ. د لوبې قاعدې ته درناوی وکړئ د خلکو او امنیتي ځواکونو د زړورتیا او فداکارۍ قدر وکړئ. په بې ځایه لاره مه ځئ."

دا پداسې حال کې دي چې ښاغلی عبدالله وایي د ټاکنو کمېسیون لخوا د رایو بیا شمېرلو بهیر د اساسي قانون خلاف دی او زیاتوي چې نوموړی یې پایلې نه مني.

هغه زیاته کړه: "پاکې رایې باید له ناپاکو رایو څخه بېلې شي" تر اخیر به ودریږو، او د ټاکنو پایلې "یوازې"په هغه صورت کې منم، چې د افغانستان د خلکو د رایو په اساس اعلان شي.

هغه همدارنګه وویل:"زه د کړکېچ طرفدار نه یم، او که خدای مه کړه هېواد د کړکېچ خواته ولاړی مسؤلیت به یې ... د دولت ساز ټېم په غاړه وي."

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د بیا شمېرلو په اعلان سره وویل، که د کوم کاندید ناظرین د رایو شمېرلو په بهیر کې ګډون ونه کړي، دوی به خپل کار ته دوام ورکړي.

بلخوا د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ دولت ساز ټېم که څه هم د عبدالله عبدالله د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو پرون ناوخته یې په یوې اعلامیې له ټولو کاندیدانو څخه غوښتي چې له کره شواهدو پرته له غیر مسؤلانه څرګندونو څخه ډډه وکړي.