شاته

پمپیو: که ناټو بدله نشي، خپل موثریت بایلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبرداری ورکړی که د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) ځان د نویو امنیتي چلنجونو سره برابر نکړي له کاروان پاته کیږي او بې اثره کیږي.

دغه څرگندونې یوه ورځې وروسته له هغې کیږي چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون، وویل ناټو د یو سازمان په توگه د "فکري زوال" له گواښ سره مخامخ ده.

ښاغلي پمپیو چې د برلین د دیوال د نړیدو د ٣٠ کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې یې په جرمني خبرې کولې وویل هغه وضعیت ته په پاملرنې چې نړۍ ورسره په اوسني عصر کې مخامخ ده لازم دي چې په ناټو کې بدلونونه راشي.

خو هغه بیا هم ناټو د بشر د تاریخ یو له مهمو تړونونو څخه وګلڼه.

پمپیو وویل: "له ٧٠ کالو ورسته... (ناټو) بدلون او ودې ته اړتیا لري. اړتیا ده چې د نننیو واقیعتونو او نننیو چلنجونو سره مخامخ شي".

هغه زیاته کړه: "که هیوادونه فکر کوي چې ناټو ته د منابعو له برابولو پرته او د خپلو ژمنو د پوره کولو پرته بیا هم کولای شي د هغې له امنیتي امتیازونو نه گټه واخلي دا خطر شته چې ناټو یو غیر موثر او بې کاره سازمان شي".

د ناټو تړون په ١٩۴٩ کال کې د پخواني شوروي اتحاد سره د مقابلې په هدف جوړ شو.

د ناټو عمومي منشي ویلي دي چې د روسیې او چین د پوځي ظرفیتونو ودې ته په پاملرنې غواړي چې د ناټو غړي خپل اتحاد او اتفاق په څرگنده توگه په ډاگه کړي.

ښاغلي پمپیو د خپلو خبرو په دوام کې د خپلو اتباعو په وړاندې د چین په چلند او همداشان په منځنۍ اسیا کې د روسیې کړنو انتقادونه وکړل.