شاته B29795bd 876b 450d 8f0e a1fe2e214ff2 cx0 cy10 cw0 w800 h450

ایران کې زلزلې ۶ تنه مړه کړي ۳۴۵ ټپيان دي

د ایران په شمال لوېدیځ اذربایجان ولایت کې د ریښتر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې ۶ تنه مړه کړي او ۳۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه زلزله چې تېره شبه ۲ بجې او ۱۷ دقیقې د 'میانه' سیمې په 'ترک' ښار کې رامنځته شوې له امله یې د هستوګنې څه باندې ۴۰ کورونه هم تخریب شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې د پېښې له ځایه څه باندې ۴۰۰ کورنۍ تبریز ښار ته رسېدلي دي.

د دغه زوروې زلزلې ټکانونه د مرکز تهران ترڅنګ د ایران په ګڼو لیري پرتو سیمو کې هم احساس شوي دي.

په ایران کې بېړنیو پېښو ته د رسېدو د ادارې ویلي، چې کېدای شي په زلزله کې د مړو شوو کسانو شمېر نور هم زیات شي.

دغه ادارې همدارنګه ویلي، چې زلزله خپلو سیمو ته یې د هیلکوپټرو له لارې د بېړنیو مرستو رسولو بهیر پيل کړی دی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغه زلزلې مرکز د ایران د 'اسب فروشان' ښار ګوټي ته نژدې بللی دی.