شاته

لوګر کې درې قاضیان او د محکمې یو کارکوونکی وژل شوي

د پکتیا سیمه‌ییز چارواکي تایید کړې چې په لوګر کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د پکتيا د استیناف محکمې درې قاضيان او د محکمې یو کارکوونکی وژل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت امریکا غږ ته وویل، په وژل شویو کسانو کې د پکتيا د استیناف محکمې د جزاء د ديوان رئيس نورالله قرباني او دوه نور قاضيان شامل دي.

د لوګر د امنیتي چارواکو پر وینا، نن غرمه مهال ددغه ولايت د محمدآغې ولسوالۍ د واغجان بازار ته څېرمه پر يوه موټر ډزې شوي او په کې څلور ملکيان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وئیلي چې دغه کسان طالبانو له موټر نه ښکته کړي او وژلي یې دي.

تر دې وړاندې د دغه ولایت امنيه قوماندان مل پاسوال رحم خدا مخلص امريکاغږ ته داسې وئیلي وو: "د اردو موټر تېرېده، په دې وخت کې ډزې شوي او يو ملکي موټر لګيدلی دی. څلور کسان په کې وژل شوي، چا راته وويل قاضيان دي، خو موږ پلټنې کوو".

د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستاتکزي هم امريکا غږ ته تاييد کړې وه چې په ياد بريد کې وژل شوي کسان د پکتيا د استیناف محکمې قاضيان او کارکوونکي وو.

مخلص همداراز ویلي و چې دغه قاضيان په يوه شخصي کرولا موټر کې کابل ته پر لاره و، چې د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ واغجان ته نږدې د باقي آباد په سيمه کې تر بريد لاندې راغلل.

تردې مهاله طالبانو او یا کومې بلې ډلې ددې بريد مسؤليت پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو يې په اړه څه ويلي دي.

تیره ورځ وسله والو د کابل پوهنتون استاد، عزیز احمد پنجشیري هم د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې وژلی و.

د چارواکو په وینا ښاغلی پنجشیری هم له موټر څخه ښکته کړل شوی او وروسته وژل شوی و.

ارګ او اجراییه ریاست هم په عزیز احمد پنجشیري باندې شوی برید غندلی و.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.