شاته

جرمني د ناټو په دفاعي لګښتونو کې خپله ونډه زیاتوي

د جرمني حکومت اعلان وکړ چې د ناټو په سازمان کې خپل دفاعي لګښتونه لوړوي.

دا پرېکړه داسې مهال کیږي چې امریکا له څو کلونو راهېسې د ناټو پر غړو هېوادونو کلک انتقادونه کوي چې په دغه برخه کې ډېره ونډه نه اخلي.

د جرمني د دفاع وزیر ویلي دي چې تر ۲۰۳۱ پورې به د خپل اقتصادي تولیداتو دوه سلنه برخه به د ناټو دفاعي چارو ته ځانګړې کوي.

په ۲۰۱۴ کې دا پرېکړه شوې وه چې د ناټو ټول غړي هېوادونه به په دغه سازمان کې خپله برخه دوه سلنه نوره هم زیاتوي. تر دې دمه د ناټو اوو غړو امریکا، برتانیا، یونان، پولند، لتیوا، لیتوانیا او استونیا دا کار کړی دی.

د جرمني د دفاع وزیر وویل چې په ناټو کې د خپلې برخې دوه سلنه زیاتول د نورو د غوښتنو په اساس نه کوي، بلکې د "جرمني د امنیتي ګټو" لپاره یې کوي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په وار وار ویلي دي چې د ناټو غړي هېوادونه باید د دغه سازمان په ماموریت کې ډېره اقتصادي ونډه واخلي.

جرمني د اروپا تر ټولو ستر اقتصادي ځواک بلل کیږي او د ناټو په سازمان کې تر امریکا وروسته هم دویم اقتصادي ځواک دی. دغه هېواد د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې هم ځواکونه لري.