شاته

افغانستان د داعش د برید په اړه د تاجیکستان ادعا رد کړه

افغان حکومت د تاجیکستان هغه ادعا رده کړه چې وایي د داعش یو شمېر مخ پټ جنګیالي له افغانستان څخه اوښتي او د هغوی پر یوې امنیتي پوستې یې برید کړی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي امریکا غږ سره په خبرو کې ددغې ادعا د ردولو تر څنګ وویل چې د تاجیکستان چارواکو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره هیڅ اسناد او شواهد په لاس کې نه لري.

ښاغلي احمدزي وویل "د افغانستان له خاورې پر هغوی باندې برید نه دی شوی، دا برخورد د تاجیکستان ځواکونو سره د تاجیکستان په خاوره کې دننه شوی دی او هم داعشي ترهګر د تاجیکستان په خاوره کې وو البته".

د تاجیکستان امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (نومبر۶) وویل چې د داعش په دغه برید کې د هغوی یو پولیس، یو پوله ساتونکی او ۱۵ بریدګر وژل شوي دي.

دوی ادعا لري چې د داعش یو شمېر وسله وال څو ورځې مخکې (نومبر۳) د افغانستان د کندز د قلعه زال له ولسوالۍ څخه د تاجیکستان د قبادیانو ولسوالۍ ته اوړیدلي وو. خو افغان چارواکي دا ادعا ردوي.

خو ښاغلي احمدزي وویل "دا ګډ تهدید دی، ټولو هیوادونو ته متوجه دی، مبارزه هم باید مشترکه اوسیږي او مونږ په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو یو. په افغانستان کې د داعش ملا کاملآ ماته شوې ده".

په همدې حال کې د پوځي چارو یو کارپوه احمدشاه کټوازی وايي چې په منځنۍ اسیا کې یو شمیر کړۍ په لوی لاس هڅه کوي چې په دغو هیوادونو کې موجوده نا امني د افغانستان له نا امنیو سره وتړي.

ښاغلي کټوازي امریکا غږ ته وویل "دغه موضوعات، چې داعش منځنۍ اسیا ته او خصوصآ هغه هیوادونه، چې د روسیې څنګ کې پراته دي خطر دی او د افغانستان څخه فعالیت کوي دا بیخې بې بنسټه ادعاوې دي".

د تاجیکستان چارواکي داسې مهال دا ادعا کوي چې تر دې مخکې روسي چارواکو ویلي وو چې داعش غواړي د افغانستان په شمال کې ځانونه ځای پر ځای کړي او بیا منځنۍ اسیا ته ګواښونه پېښ کړي.