BBC
 شاته

د څرخي پله زندان کې د طالبانو څانګه: د شپږم بلاک زندانیان څه وايي؟

بې بې سي د افغانستان پلازمېنې کابل تر ټولو لوی (څرخي پله) زندان ته لاسرسی موندلی چې په یوه بلاک کي ۲۰۰۰ طالب بندیان ساتل کېږي. دا وسله وال څوک او د افغانستان لپاره څه ډول راتلونکی ویني. د څرخي پله تر زندان غټ ډبرین دېوالونه راتاو دي، پر سر یې اغزن تار تېر شوی، لوی برجونه او غټه دروازه لري او شاوخوا لس زره بندیان پکې ساتل کېږي.