شاته

ملګري ملتونه: ښایي سږکال په افغانستان کې یو میلون وګړي‌ بېځای شي

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال سټیفن اوبراین افغانستان ته د خپل دوه ورځیني سفر په پای کې وویل، چې د افغان حکومت د مشرانو او یو شمیر وزیرانو سره د کتنې ترڅنګ کابل ته نږدې په یو کمپ کې د بې ځایه شویو کورنیو د غړو سره هم خبرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو او د افغانستان د مهاجرینو او راستندیدنکو د وزارت د شمیرو له مخې همدا اوس په افغانستان کې د جګړو له امله یو میلیون او دوه سوه زره وګړي له خپلو کورنو نورو سیمو ته کډه شوي دي، چې یوازې ۲۴۵ زرو یې په تیرو اتو میاشتو کې خپلې سیمې پریښي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو دغه لوړپوړې چارواکي وویل، اټکل یې دادی چې د روان کال ترپایه به کیدای شي یو میلیون نور هم بې خایه شي.

یوه بې ځایه شوی کورنۍ

یوه بې ځایه شوی کورنۍ

هغه د بې ځایه شویو کورنیو وضعیت خورا د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل چې د یوې خوا د بې ځایه شویو وګړو شمیر زیات شوی او د بلې خوا له پاکستان څخه هم د افغانانو د ستنیدلو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. هغه دا هم وویل چې دغه خلک سخت ژمی په مخ کې لري.

ښاغلي اوبراین وویل " په افغانستان کې لومړني ټولنیز خدمتونه د ډیر فشار سره مخ دي، روغتیایي خدمتونه د څښاک اوبه او ښونه او روزه هغه ساحي دي چې باید ورته پاملرنه وشي او دغو خدمتونو ته د خلکو لاس رسی پیدا شي".

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دغو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره تر راتلوونکو څلورو میاشتود نړیوالې ټولنې د یو سل او پنځوس میلیونو امریکایي ډالرو د برابرولو غوښتنه وکړه.

هغه وویل، چې د دریو لسیزو جګړو خلک ډیر بې وزلي سره مخ کړي دي او ورسره یې روغتیایي خدمتونو ته د هغوی لاس رسی هم محدود کړی دی.

د ښاغلي اوبراین په وینا لږترلږه درې اعشاریه پنځه میلون خلک په افغانستان کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. هغه له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دغو وګړو ته مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د مرستې رسونې په کارکونکو د وسله والو ډلو له خوا په بریدونو هم سخته اندیښنه څرګنده کړه او په جګړه کې د ښکیلو خواوو څخه وغوښتل چې د بشري حقونو نړیوال قوانین دې ومني.

ښاغلي اوبران وویل " زه د مرستې رسونې په کارکونکو باندې د بریدونو له امله په ژوره توګه خواشینی یم د روان عیسوي کال له پیله تر ۹۳ پورې زمونږ د مرستې رسونې همکاران تښتول شوي دي ".

هغه وویل چې هرکال ۱۵۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله په افغانستان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ملګرو ملتونو د دې وړاندې افغانانو سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د روان عیسوي کال په پیل کې د ۳۹۳ میلیونو ډالرو مرسته غوښتې وه.