BBC
 شاته

د نيس ښار بريد پړه "اسلامی دولت" نومې ډلې پر غاړه اخيستې

Image copyright EPA
Image caption يوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې تر ۸۴ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي وو

د فرانسې په جنوبي ښار نيس کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملي ورځې د لمانځنې مراسمو پر مهال پر خلکو د لارۍ بېولو بريد چې ۸۴ تنه په کې وژل شوي وو پړه يې "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) پر غاړه اخيستې ده.

بلخوا فرانسوي رسنۍ وايي د نيس د بريد په تړاو څلور تنه نيول شوي دي.

د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس په وينا يو کس د جمعې په ورځ او پاتې درې تنه ځايي مهال د شنبې پر سهار نيول شول دي.

د "اسلامي دولت" نومې ډلې له خوا کارېدونکې خبري رسنۍ کې ويل شوي، د نيس بريد دوی ترسره کړی دی. دغه ډله وايي بريد يې ځکه کړی چې فرانسه په عراق او سوريه کې د "اسلامی دولت" پر وړاندې د ايتلاف غړې ده او د دوی پر ضد جنګېږي.

د نيس ښار بريد کې پر فرانسويانو سربېره د نورو هېوادونو وګړي هم وژل شوي وو، تراوسه چې کوم کسان پېژندل شوي په هغو کې د امريکا، ارمينيا، سويس او روسې اوسېدونکی شامل دي.

بريدګر ۳۱ کلن احمد لحوايج بوهلان د نيس ښار اوسېدونکی و، پوليسو د نوموړي استوګنځی هم پلټلی دی.

Image copyright EPA
Image caption د دغې بريد پړه "اسلامي دولت" نومې ډلې پر غاړه اخيستې

فرانسه کې خونړي بریدونه

جون ۲۰۱۶ – پر "اسلامي دولت" نومې ډلې پورې یوه تړلي اورپکي پاریس ته څېرمه مګناویل کې دوه پولیس چارواکي ووژل

نومبر ۲۰۱۵ - پاریس کې اوو په وسلو سمبالو کسانو او ځانمرګي برید ۱۳۰ کسان ووژل او تر ۳۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل، دا د فرانسې تاریخ کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی

جون ۲۰۱۵ – له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره تړلي مشکوک سړي وروسته تر هغه د خپل مشر سر غوڅ کړ چې موټر یې په لیون کې د فابریکې د مایعو اور اخیستونکو توکو برخې ته ورټېل واهه

جنوري ۲۰۱۵ – پاریس کې د دوو په وسلو سمبالو کسانو برید کې ۱۷ کسان ووژل شول، برید د یوې طنزیه (چارلي ابدو) مجلې پر دفتر پیل شو

مارچ ۲۰۱۲ – په وسلې سمبال سړي د تولوس او منتاوابن په یهودي ښوونځي کې د یوه ښوونکي او درو ماشومانو په ګډون اوه کسان ووژل