شاته

سبا د یو شمېر ټاکنیزو محلونو د رأیو بیا شمېرنه پیلیږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په ۳۴ ولایتونو کې به د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه سر له سبا پیل شي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، تمه وه چې نن سې شنبه په ۳۴ ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه پیل شي، خو د کمېسیون یوې کمېشنرې رحیمې ظریفي نن ازادي راډیو ته وویل، د یو شمېر دلایلو، په ځانګړي ډول ولایتونو ته د کمېسیون د پلاوي د نه رسېدو له امله، کېدای شي د رایو د بیا شمېرنې بهیر سبا پیل شي.

هغې زیاته کړه: "له ۹۵ تر ۱۰۰ سلنه امکان شته چې د رایو بیا شمېرل سبا پیل شي. اړتیا وه چې ځینې پرېکړې د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې د دقت لپاره وشي چې په دې اړه موږ نږدې لس پرېکړې وکړې. دوه یا هم درې برخې پاتې دي چې نن یې په اړه پرېکړه کوو او ترې وروسته د رایو بیا شمېرنه پیلېږي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې د نږدې ۱۸۴۴ محلونو رأیې باید له سره وشمېرل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې رحیمه ظریفي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې رحیمه ظریفي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنره رحیمه ظریفي وايي، د ۱۸۰۰ محلونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر به نږدې درې ورځې وخت ونیسي.

خو د ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه بیا ورځ تر بلې ته د رایو د بیا شمېرنې بهیر ځنډېدل، د سیاسي فشار پایله بولي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ یا ټیفا ویاند زبیر حبیب‌زاده ازادي راډیو ته وویل، که دا بهیر نور هم وځنډول شي، د ټاکنو بې پرې والي به تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه وايي: "دا بحث پر کمېسیون د سیاسي فشارونو پایله ده، کمېسیون باید خپله خپلواکي وساتي، د کمېسیون له‌خوا د هر ډول سیاسي فشار منل ټاکنې تر پوښتنې لاندې راولي."

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د سیاسي فشارونو د څرنګوالي په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي، د ټولو رایو د تصفیې تر پای پورې باید د رایو بیا شمېرنې بهیر وځنډول شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ځلونو د سیاسي فشارونو موضوع رد کړې ده.