BBC
 شاته

کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزې ورکړه وځنډوله

کابل کې د پاکستان سفارت وايي، افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله کونسلي خدمتونه ځنډوي. له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد کې یې افغان سلایار یا شازادپیر ور بللی او کابل کې یې د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب او امنیت په هکله خپلې اندېښنې ورته ویلې دي.