شاته

له چین نه لومړنی اورګاډی افغانستان ته ورسېده

افغان چارواکي وايي له چین نه په تجارتي مالونو بار لومړنی اورګاډی د افغانستان د حیرتان بندر ته ورسېده. دغه اورګاډي د چین له اورمچې نه تر حیرتان بندر پورې په یولسو ورځو کې نژدې ۳۰۰۰ کیلومېتره لاره وهلې ده.

په دغه اوږد اورګاډي پورې ۴۸ واګنونه تړل شوي، چې ټول یې د افغان سوداګرو په تجارتي مالونو او توکو ډک دي.

د افغانستان د حیرتان په بندر کې د دغه کاروان هر کلي ته یو شمېر افغان او چینايي چارواکي هم ورغلي وو. دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل بلل کیږي، چې د ځمکې او اورګاډي له لارې افغانستان له چین سره تړل کیږي.

د چین سفیر وویل چې هېواد یې غواړي افغانستان په خپلو پښو ودریږي

د چین سفیر وویل چې هېواد یې غواړي افغانستان په خپلو پښو ودریږي

په همدې حال کې افغانستان لپاره د چین سفیر یوچینګ وویل چې په دغه کار سره به د کابل-بیجینګ اړیکې زر کاله نور هم قوي وي او د چین هڅه دا ده چې افغانستان په اقتصاد او سیاست کې په خپل پښو ودریږي.

هغه وویل " د افغانستان د ګاونډي په توګه چین هڅه کوي، چې په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي ثبات راشي او چین په دغه برخه کې له افغانانو سره ولاړ دی. موږ د ورېښمو د لارې بیا رغول په نظر کې نیولي چې ورسره به سیمه له یو بل سره وتړل شي. "

اخوا، د بلخ سرپرست والي محمد اسحق سروري وايي چې په دغه کار سره بهرنۍ نړۍ ته د افغانستان رسېدل او لاسرسی اسانه شول " په دې سره به زموږ کمرګي عواید، تجارتي او نور عواید لوړ شي او موږ به نورو ته د لاس له اوږدولو وژغوري."

دغه اورګاډي په یوولسو ورځو کې له چین نه افغانستان ته ورسېده

دغه اورګاډي په یوولسو ورځو کې له چین نه افغانستان ته ورسېده

افغان چارواکي وايي د اوس لپاره داسې پلان دی، چې دغه اورګاډی به په میاشت کې دوه وارې افغانستان او چین ته تګ راتګ کوي. د افغانستان د تجارت وزارت دا یو لوی ګام ګڼي او زیاتوي چې د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان غړیتوب د دغه هېواد د کلنیو صادراتو اندارزه هم ۱۵۰ ته لوړه کړې ده.

د وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي چې چین داسې هېواد دی چې د افغانستان نژدې ټول تجارتي ضرورتونه پوره کولی شي، او له دغې لارې څخه د مالونو په انتقال سره شاید په افغانستان کې د توکو قیمتونه هم کم شي.

اخوا، شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې له کابل نه چین ته مستقیم پروازونه هم پیل شوي دي.

له چین نه د اورګاډي د دغه لومړني کاروان هرکلي ته چارواکي او مطبوعات هم ورغلي وو

له چین نه د اورګاډي د دغه لومړني کاروان هرکلي ته چارواکي او مطبوعات هم ورغلي وو

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.