شاته

د انتخاباتو کمېسیون د ولسمشریزو رأیو د بیا شمېرنې لپاره چمتووالی وښود

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رأیو د بیا شمېرنې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له تخنیکي اړخه دا ممکنه ده چې د لړم په ۲۳ مه د ولسمشري انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د دې کمېسیون یو کميشنر اورنګزیب د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د پایلو د اعلان تر څنګ کمېسیون د رأیو بیا شمېرنې لپاره هم بشپړ چمتووالی نیولی دی.

دی وایي: "له تخنیکي اړخه زه کومه ستونزه نه ګورم چې لومړنۍ پایلې دې په خپل وخت اعلان نشي او د یو شمېر مراکزو د رأیو بیا شمېرنې لپاره کمېسیون چمتو دی او دغه بیا شمېرنه تر دوه یا درېیو ورځو پورې ترسره کولی شي."

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارکوونکي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارکوونکي

د ښاغلي اورنګزیب په خبره، هغه تخنیکي پوښتنې چې د راپور اړوند درملوګ کمپنۍ ته سپارل شوې وې، ځوابونه یې کمېسیون ته رسېدلي چې کمېسیون به یې په اړه تر تخنیکي بحث وروسته د یکشنبې په ورځ معلومات له ولس سره شریک کړي.

خو په ځنډ سره د درملوګ کمپنۍ له لوري کمېسیون ته د بایومټریک رأیو راپور سپارل، په راپور کې تخنیکي ستونزې او د کمېسیون د کارونو سستوالي داسې اندېښنې را ولاړې کړې چې ممکن نوی انتخاباتي مهالوېش هم تر پښو لاندې شي.

د افغانستان د ازادو اوعالانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل: "تجربو ته په کتو کمېسیون په خپلو ژمنو او کارونو کې پاتې راغلی، که دا ځل یې له تېرو ښه زده کړه کړې وي او خپل کار په ښه توګه مدیریت کړي، تمه شته، خو ستونزې او خنډونه شته، کېدای شي د عقرب په ۲۳مه د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان نه شي کړای."

د افغانستان د ازادو اوعالانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو اوعالانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

ښاغلی رشید ټینګار کوي چې کمېسیون باید د غوره پلان پر بنسټ خپلې سرچینې ښې مدیریت او د شکمنو صندقونو د څېړنې په هدف خپل پلاوی ډېر ژر ولایتونو ته ولېږي.

د جمهوري ریاست انتخابات د روان کال د میزان په ۶مه ترسره شول، د پخواني انتخاباتي مهالويش سره سم، ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه او وروستۍ هغه د عقرب په ۱۶مه اعلان شي، خو کمېسیون په دې کار کې پاتې راغی.

اوس له نوي انتخاباتي مهالويش سره سم کمېسیون ژمنه کړې چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۲۳مه او وروستۍ به یې د قوس په ۱۵مه نېټه اعلانوي.