شاته

ایران وايي سعودیان باید د حاجیانو د مړینې له کبله مجازات شي

د ایران او سعودي عربستان تر منځ لفظي شخړو زور اخیستی او هر د هیواد مشران ادعا کوي چې تر نورو ښه مسلمانان دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د سعودي چارواکو پر ضد په خپلو تازه څرکندونو کې هغوی ته د کلکې سزا غوښتنه کړې ده.

ولسمشر حسن روحاني وايي اسلامي هېوادونه باید د حج د تېر کال په مراسمو کې د شاوخوا ۲۰۰۰ حاجیانو د مړینې له کبله د سعودي پر ضد "ترټونکي- جزايي" اقدامات وکړي. دغه حاجیان په ټېل ماټېل او د یوه کرېنګ د غورځېدو په پېښه کې مړه شول.

د ایران رسمي اژانس ارنا د ښاغلي روحاني له قوله لیکلي دي چې تېرکال د حج په مراسمو کې د سعودي چارواکو د "نااهلیتۍ" له کبله حاجیان مړه شول.

روحاني وايي "چې سم حج وکړو، باید د سیمې هېوادونه او اسلامي نړۍ د سعودي چارواکو ته د سزا ورکولو لپاره همغږي اقدامات وکړي".

د اسوشیټډ پرس وايي تېر کال د حج په مراسمو کې ۲۴۲۶ تنه مړه شول چې ۴۶۱ یې ایرانیان وو.

داسې ښکاري چې د سیمې د دغو دوو سیالو هېوادونو ترمنځ سیاسي ترېنګلتیا مخ پر زیاتېدو ده. د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنه ای په خپل ټویټر کې پر سعودي چارواکو تور لګولی چې مسلمانان د خدای له لارې بندوي. اخوا، د سعودي لوی مفتي ویلي چې ایرانیان " مسلمانان نه دي".

د تېرکال د حج په مراسمو کې د ایراني حاجیانو له مړینې وروسته تهران پر سعودي کلکې نیوکې وکړې او ځینو پارېدلیو مظاهره چیانو د سعودي پر سفارت او قونسکلرۍ بریدونه وکړل او ریاض هم له ایران سره خپل سیاسي او ډيپلوماتیک روابط وشلول.