شاته

ټرمپ: د سوریې په شمال کې اوربند اوس دایمي دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي د سوریې په شمال کې د ترکیې د دایمي اوربند د رامنځ ته کولو سره ترکیه واشنگتن هڅولې چې په انقره د تاوتریخوالي په بدل کې لگول شوي تجارتي بندیزونه لرې کړي.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د ترکیې او سوریې ترمنځ د وروستیو شخړو په اړه په یوه ځانگړې وینا کې وویل "بندیزونه به لرې کړای شي که چېرې داسې څه پیښ نشي."

ولسمشر په دغه سیمه کې د 'دایمي' اوربند په اړه خوښي څرگنده کړه.

تر دې مخکې ترکیې اعلان کړی د سوریې په شمال ختیځ کې د عملیاتو له اوسنۍ ساحې بهر د کرد جنګیالیو پر ضد د عملیاتو اړتیا نه لیدل کیږي.

د روسیې په منځګړیتوب د سوریې د شمال ختیځ په کرد مېشتو سیمو کې د ترکیې او کرد جنګیالیو ترمنځ اوربند د نږدې یوې اونۍ لپاره تمدید شو.

د ترکیې دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوي عملیات نه پیلوي ځکه امریکا انقرې ته معلومات ورکړی چې کُرد ملیشې د سوریې د شمال له سرحدي سیمو وتلي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ (اوکتوبر ٢٣) وویل پرون یې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره مهمه موافقه کړې ده چې له مخې به یې د سوریې په شمال ختیځه سیمه کې پوځي ګزمې پیل کړي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولنتنبر د چهارشنبې په ورځ (اوکتوبر ٢٣) وویل لا وختي ده چې د دې معاملې د عواقبو په اړه قضاوت وکړي، خو له ترکیې یې غوښتي دا مسله د دیپلوماتیکو لارو حل کړي او په سیمه کې خپل پام د داعش په وړاندې مبارزې ته واړوي.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې نن چهارشنبې د روسیې دفاعي ځواکونه د فرات له سیند څخه تیر شوي او د کرد ځواکونو له وتلو وروسته د ترکیې سرحد کې خپلو مواضعو کې د ځای پر ځای کیدو په حال کې دي.

د ترکیې او روسیې ترمنځ د معاملې په اساس به روسي ځواکونه په ١٥٠ ساعتونو کې کردي ملیشې چې ترکیه یې ترهگر بولي له سرحده دریش کیلومتره ها خوا سوریې ته په شا وتمبوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شوې موافقې په اړه رسنیو ته وویل: "د روسیې او سوریې پوځي قطعات به د کردي وسله والو وتلو ته زمینه برابروي او د دوی وسلې باید د سوریې او ترکیې له ګډې پولې د سوریې دننه دیرش کیلومتره لرې وي. دا هڅې باید د چهارشنبه د شپې له دولس بجو وروسته په یوسل او پنځوس ساعتونو کې بشپړې شي."

د سوریې لپاره د امریکا ځانگړي استازي جیمز جیفري پرون د سنا مجلس یوې استعماعیه غونډې ته وویل که امریکایي عسکر په سیمې کې وای که نه وای، ترکیې هوډ کړی و چې د سوریې په شمال کې د کردانو په ضد عملیات تر سره کړي.

پرون د سوریې په مسلې باندې د سنا مجلس د بهرنۍ کمېتې په استعماعیه غونډه کې د کمیتې غړي د امریکا پر ولسمشر ډونالد ترمپ تور ولگاوو چې د سوریې کردان یې د ترکیې برید ته مخامخ کړي دي.

سفیر جیفري ټینګار وکړ چې ترکیې د متحده ایالاتو د خبرداریو سره سره چې دا ونکړي، د برید پلان درلود.


دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په یوه نااعلان شوي سفر نن د عراق پلازمېنې بغداد ته رسېدلی او د سوریې له شمال نه عراق ته د امریکایي عسکرو په لیږد د عراقي چارواکو سره وکتل.