شاته

ټرمپ پر ترکیې لګول شوي بندیزونه لېرې کړل

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ پر ترکیې لګول شوي بندیزونه لېرې کړل.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۲۳) په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "بندیزونه به لېرې کړل شي،تر څو پورې چې زموږ د خوښې خلاف کوم کار وشي."

د ښاغلي ټرمپ دا خبري غونډه د سپينې ماڼۍ په ویبسایټ هم ژوندۍ خپرېدله.

متحدو ایالتونو له هغه وروسته دا پرېکړه وکړه چې روسیې له ترکیې سره موافقه وکړه چې د اوربند غځولو لپاره دې له سوریې سره په سرحد کې خپل ځواکونه وکاروي.

امریکا په سوریه کې د کردي جنګیالیو پر ضد د ترکیې د پوځي علمیاتو په غبرګون کې د ترکیې د دفاع، انرژۍ او طبیعي منابعو پر وزارتونو او وزیرانو سربېره د دغه هېواد د کورنیو چارو پر وزیر بندیزونه لګولي وو.

امریکا همدغه راز د ترکیې د وسپنې په وارداتو باندې هم ګمرکي تعرفه دوه برابره لوړه کړې وه او له ترکیې سره یې د ۱۰۰میلیارد ډالرو یو تجارتي تړون هم ځنډولی و.

ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې د سوریې له شمال څخه امریکايي ځواکونو ته د وتلو امر وکړ او له دې وروسته ترکیې د کردانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل چې دغه کار ولسمشر ټرمپ وپاروه.