شاته

په برتانیا کې په یوې لارۍ کې ۳۹ مړي موندل شوي

په برتانیا کې پولیس وايي د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۲۳) په یوې لارۍ کې دننه یې د ۳۹ کسانو مړي موندلي دي.

دا لارۍ د شنبې په ورځ له بلغاریا څخه برتانیې ته داخله شوې وه چې پیا د ګریس د اترګلید صنعتي پارک د اسکس په سیمه کې وموندل شوه.

د برتانیا د پولیسو یوې مشرې اندرو مارینا ویلي دي چې د دغې قضیې په اړه یې پلټنې پيل کړي دي. هغې وویل "دا مهال پولیس د مړو په پېژندلو بوخت دي چې ښايي دا کار وخت ونیسي."

د رویټرز خبري اژانس د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي دي چې د اوس لپاره دا هېواد دا نشي تایيدولی چې دغه لارۍ له بلغاریا څخه برتانیې ته تللې ده او که نه.

پولیس وايي د لارۍ چلوونکی چې د شمالي ایرلنډ دی، د قتل په تور نیول شوی دی. د برتانیې د کورنیو چارو وزیر پریتي پتېل په خپل ټویتر کې لیکلي دي چې دغې پېښې روحآ ځپلی او نا ارامه کړی یې ده.

لا معلومه نه ده چې دا وګړي څوک او د کومو هېوادونو دي. خو معمولآ د افغانستان په ګډون د اسیا او منځني ختیځ د ځينو هېوادونو وګړي په قاچاقي لارو اروپا ته ځانونه رسوي.