شاته

غني: سوله یوازې د مخامخ خبرو له لارې راتلی شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې په مخامخ خبرو کې د افغان حکومت پر نه شاملېدو اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي غني تازه د 'NHK' په نوم جاپاني ټلوېزیوني شبکې سره مرکه کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې:"سوله یوازې هغه لاسته راتلای شي، چې د افغانستان مشروع دولت او طالبان مخامخ خبرو ته سره کښیني."

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تل له افغان حکومت سره له مخامخ مذاکراتو ډډه کړې ده.

افغان ولسمشر همدارنګه ویلي، که چیري د طالبانو حرکت په یو سیاسي حزب بدل شي، خوښ به شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هغوی 'طالبان' باید خپل غږ د ټاکنو له لارې پورته نه کړي، نه دا چې تاوتریخوالې ته مخه کړي.

ښاغلي غني له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د احتمالي وتلو په اړه ویلي، چې په دې اړه باید له افغان دولت سره بحث او خبرې وشي.

افغان ولسمشر پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د افغان چارواکو په وینا ټاکل شوې روانه میاشت په چین کې د افغان سولې په اړه غونډه تر سره سي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي، چې د چین حکومت په دې اړه افغان حکومت په جریان کې اچولی دی.

هغه ویلي: بحث او خبرې روانې دي،هر کله چې وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي، جزئیات به یې له افغانانو سره شریک شي.

یو شمېر جهادي مشرانو چې دغه غونډې ته بلل شوي وايي، چې دا غونډه له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو ته د زمینې برابرولو په هدف تر سره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره یکشنبه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اروپايي هېوادونو ته د افغان سولې په اړه تازه سفر پیل کړی دی.

ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد له روسي او چینايي چارواکو سره هم پر افغان سولې خبرې وکړي.