BBC
 شاته

قطر کې د طالبانو او چینايي ډيپلوماټانو لیدنه

قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین وايي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي دین ژیجونګ او په قطر کې د چین سفیر پرون په دوحه کې له طالب استازو سره ولیدل. ښاغلی شاهین زیاتوي، د دغه پلاوي په بلنه طالبان راتلونکې اونۍ د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی چین کې د افغانانو خپلمنځي غونډې ګډونوال وي.