شاته

پوتین د کریموف له ځای ناستو وغوښتل چې د هغه په شان حکومت وکړي

د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین د ازبکستان د پخواني ولسمشر، اسلام کریموف، پر ځای ناستو غږ وکړ، چې د هغه جدي تګلاره او پالیسي روانه وساتي.

د ښاغلي پوتین د دغو خبرو اشاره دا ده چې د ازبکستان راتلونکی ولسمشر باید ټول واک په لاس کې واخلي او کور دننه مخالفې سیاسي ډلې تر فشار لاندې وساتي.

ښاغلی کریموف چې د جمعې په ورځ د ۷۸ کلونو په عمر مړ شو، په منځنۍ اسیا کې د اسلامپاله اورپکو سر سخت مخالف و، ازبکستان له افغانستان سره هم پوله لري.

کریموف د سرسختې پالیسۍ سره سره بیا هم د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکو کې خپل انډول ساتلی و، خو د بشري حقونو ځینو ډلو پرې په ازبکستان کې د اورپکو پر ضد د سخت چلند له کبله انتقادونه کول.

د روسیې د روسیا-۲۴ تلویزوني چاینل ازبکستان ته د ښاغلي پوتین د سفر پر مهال د ازبکستان د صدراعظم شوکت میرزایوف سره د هغه خبرې خپرې کړې. ښاغلي پوتین وايي " موږ هیله لرو چې هر هغه څه چې اسلام کریموف پيل کړي وو، همدغسې روان وي. تر کومه چې په موږ پورې اړه لري، موږ به د دوه اړخیز پرمختګ له بهیر، د ازبکستان له خلکو او مشرتابه سره خپله همکاري روانه ساتو. د خپل اعتمادي ملګري په توګه پر موږ پوره باور کولی شئ."

رویټرز خبري اژانس وايي ولسمشر پوتین په چین کې د ۲۰-سترو بډایه هېوادونو له غونډې وروسته ازبکستان ته تللی و. کریملین وايي چې ښاغلی پوتین د ازبکستان د پخوانی ولسمشر اسلام کریموف ټاټوبي ښار ثمرقند ته ولاړ، او د هغه پر قبر یې د گلانو گیډۍ کښیښودله. د هغه په جنازه کې د روسیې لومړی وزیر دیمتري مدویدوف کډون کړی.

په ۲۰۱۲ کال کې چې تاشکند د روسیې په مشرۍ د یوه مشترک امنیتي تړون په سازمان کې خپل غړیتوب وځنډوه، اسلام کریموف هم له مسکو څخه فاصله واخیسته. په دغه تړون کې د شوروي اتحاد ځیني مخکني غړي هم شامل وو او ځینو څیړونکو دغه تړون د ناټو یو موازي تړون ګاڼه.

خو بیا هم د ازبکستان اقتصاد تر ډېره له روسیې سره پر اړیکو ولاړ و. لږ تر لږه دوه میلیونه ازبکان په بهرنیو هېوادونو کې کار کوي چې خپلو کورنیو ته نفقه وګټي، د دغو ازبک کاریګرو ډېره برخه په روسیې کې ده.