جستن ترودو د یوې بلې دورې لپاره د کاناډا صدراعظم شو
د کاناډا صدراعظم جستن ترودو نن سه شنبه د اکتوبر ٢٢ د هغه هیواد په ملي انتخاباتو کې د دوهم ځل لپاره بریالی شو.
د کاناډا د دولتي خبري شبکې د معلوماتو له مخې د جستن ترودو لیبرال گوند په انتخاباتو کې د بشپړ بریالیتوب لپاره ١٧٠ څوکیو ته اړتیا درلودله، خو دغه گوند وکړای شول چې د ١٥٧ څوکیو په گټلو سره بیا هم واکمن گوند پاته شي.
ښاغلی ترودو اوس باید د نویو دموکراتانو له گوند سره چې ښایي ٢۴ څوکۍ وگټي یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.
د کاناډا د پارلمان د څوکیو مجموعي شمیره ۳۳۸ ده. ښاغلی ترودو په انتخاباتو کې له بریالیتوب وروسته وویل: "په ټول هیواد کې کاناډایانو نن شپه نفاق او منفي نظرپالنه رد کړه".
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس چې د سوداگرۍ او د اقلیم د بدلون په موضوع د ښاغلي ترودو سره د نظر اختلاف درلود په یو ټویټري پیغام کې په انتخاباتو کې د هغه د بریالیتوب په خاطر مبارکي ویلې ده.
ښاغلي ټرمپ لیکلي: "هغه بریا چې د سختې مبارزې په نتیجه کې ترلاسه شوه جستن ترودو ته دې مبارک وي. کاناډا ته ښه خدمت شوی. زمونږ د هیوادونو د ښه والي لپاره ستاسې سره کار کولو ته په تمه یم."
د کاناډا په عمومي انتخاباتو کې د اندریو شییر په مشرۍ محافظه کارانو چې د ښاغلي ترودو اصلي سیالان گڼل کیدل ښایي ١٢١ څوکۍ گټلې وي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د جستن ترودو په مشرۍ د کاناډا د لیبرال گوند د بریالیتوب او د کاناډا د صدراعظم په توگه د هغه د بیا ټاکل کېدو له کبله مبارکي ویلې ده. ښاغلي غني په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د افغانانو زیاته پاملرنه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو لاپراخول وي.
ښاغلي غني همداشان په انکشافي، امنیتي او د افغانستان د ښځو په قوي کولو کې د کاناډا دوامداره مرستې ستایلې دي.