شاته

د کانګرس غړی: د سولې خبرو کې باید افغان حکومت شامل کړل شي

د امریکا د کانګرس غړی مایکل والتز وايي د سولې د مذاکراتو بیا پیلیدو ته اړتیا ده چې اوربند وشي او طالبان واقعي ژمنه وکړي.

د سولې د مذاکراتو پیلیدو په هکله د کانګرس دغه غړی وايي چې باید په راتلونکو خبرو کې افغان حکومت شامل کړای شي.

هغه وايي: "د سولې د مذاکراتو پیلیدو څخه مخکې باید طالبان د سولې په برخه کې ژمنه وکړي چې اوربند به کوي، له نړیوالو ترهګرو سره به اړیکې پرې کوي او خلک به نه وژني."

د ښاغلي والتز په وینا دا ورته لا یوه پوښتنه ده چې طالبان څنګه کولای شي ددې ضمانت وکړي چې افغانستان به د نړیوالو ترهګرو ډلو له شتون څخه پاکوي.

هغه له طالبانو سره د سولې د خبرو په بندولو کې د ولسمشر ټرمپ پرېکړه وستایله او وویل "زه فکر کوم د سولې خبرو څخه د ولسمشر ټرمپ د وتلو پریکړه پر ځای وه، دوی (طالبان) په سلګونه افغانان، امریکايي او افغان سرتيري وژني دا زما لپاره د سولې ژمنه نه ده."

د کانګرس دغه غړی وايي اوس وخت کې باید له افغانستان سره همکاري وشي چې د ټاکنو بهیر په سمه توګه پای ته ورسول وشي او یو منتخب حکومت اعلان شي، ځکه دده په باور امریکا یو مشروع همکار ته اړتیا لري.

هغه وايي "د نوي حکومت تر اعلانیدو وروسته باید د سولې مذاکرات د نوي افغان حکومت په مشرۍ پیل شي."

ښاغلی والتز وايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کیدل د افغانستان او امریکا راتلونکې ته ډیره مهمه ده، ځکه د هغه په باور طالبانو تراوسه د سولې په برخه کې کومه عملي ژمنه نه ده کړې.

ښاغلی والتز وویل"امریکا له افغانستان نه په بشپړه توګه نه وځي، ځکه نړیوال مسولیت لري او د سرتیرو شمیر به کله ناکله کمیږي او زیاتیږي او شاوخوا ۸۰۰۰ سرتیري به په افغانستان کې پاتیږي چې افغان ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې ورسره مرسته وکړي. "

ښاغلي والتز د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۲۱) په واشنګټن کې د منځني ختیځ په انستیتوت کې په یوې غونډې کې دا خبري وکړې. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان سولې د خبرو لپاره اروپايي هېوادونه ته تللی دی.