شاته

عراقي ځواکونو ۱۴۹ معترضان وژلي دي- دولتي راپور

په عراق کې یوې تحقیقاتي ډلې موندلي چې د عراق امنیتي ځواکونو په بغداد کې د وروستیو مظاهرو پر مهال لږ تر لږه ۱۴۹ معترضان وژلي دي.

د رویټرز خبري اژانس وايي هغه اسناد یې ترلاسه کړي چې په کې یو دولتي پلاوی په دې اړه پلټنه کوي. وایي په وژل شویو کې یې ډېر په سینو او سرونو په مرمیو لګېدلي دي.

په راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې په دغو پېښو کې اته امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

په عراق کې د اکتوبر په لومړۍ نیټه خلکو د بېکارۍ، عامه خدمتونو د کموالي او اداري فساد پر ضد مظاهرې وکړې چې تاوتریخوالی په کې وشو.

تحقیقاتي ډلې ویلي دي چې په دې کار کې د عراق صدراعظم ځکه ګرم نه دی چې هغه پر مظاهره کوونکو باندې د ډزو کولو کوم فرمان لاسلیک کړی نه و.

د فرانسې خبري اژانس هم په دې اړه راپور ورکړی دی. له دغو مظاهرو وروسته د عراق صدراعظم یو پلاوی وټاکه چې دا پېښې وڅېړي او ژمنه یې وکړه چې د اداري فساد پر ضد به کلکه مبارزه کوي او عامه خدمتونه به ښه کوي.

څارونکي وایي چې د عراق د صدراعظم دا ژمنې دومره عملي نه دي او نه هم د مظاهرو په کمولو کې یې مرسته کړې ده.

ښايي د دې اونۍ په اخره کې بیا هم په عراق کې مظاهرې پیل شي.