شاته

ټاکنو کمېسیون: "ډیجیټال سنټر" کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده شوې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د معلوماتو په ملي مرکز کې هیڅ لاس‌وهنه نه ده شوې او په دې اړه خپرې شوې ادعاوې بې‌بنسټه دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ثبات او هم‌پالنې انتخاباتي ډلې هغه تورونه هم رد کړل چې ګنې د کمېسیون کارکوونکي او د کورنیو چارو وزارت یو شمېر سرتېري د معلوماتو ملي مرکز ته دننه شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هغو تورونو ځواب ووایه چې ګنې دوشنبه شپه مهال یو شمېر سرتېرو او د کمېسیون کارکوونکو له‌خوا د معلوماتو ملي مرکز قفل مات شوی او په سیسټم کې لاس‌وهنه شوې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سه‌شنبې په ورځ (میزان ۳۰مه) وویل، په دې اړه خپرې شوې اوازې بې‌بنسټه دي.

د دغه کمېسیون یو کمېشنر اورنګزیب وايي، د ډیجیټال مرکز د دوه پوړیزې ودانۍ چې په لومړي پوړ یې یو روزنیز مرکز دی، د عمومي دروازې قفل چې غیر حساس موادو کې راځي، د کمېسیون د دارالانشا ریاست د امنیتي سلاکار په مشوره د دې لپاره مات شوی چې د ساتونکو ساړه شوي وو.

هغه وویل: "د ثبات او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې مشر علي احمد عثماني له صمیم او د ولسي جرګې له یوه غړي سره راغلل، دوی د معلوماتو ملي مرکز ته لاړل. هلته اچول شوي قفلونه یې وکتل، د دې قفلونو سریال نمبرونه چې له دوی سره و، پرتله کړل، ویې لیدل چې هیڅ‌ لاس‌وهنه په کې نه ده شوې. دوی ډاډ تر لاسه کړ او بېرته ولاړل. "

د انتخاباتو کمېسیون دا تور هم رد کړ چې ګنې د معلوماتو ملي مرکز ته سرتېري او د کمېسیون کارکوونکي دننه شوي او په سیسټم کې یې لاس‌وهنه کړې ده.

ښاغلی اورنګزیب وايي، درملوګ یا هغه شرکت چې د انتخاباتو د الکټرونیکي برخې ټول مسوولیت په غاړه لري، دوی ته ډاډ او تضمین ورکړی چې په سیسټم کې هیڅ ډول لاس‌وهنه نه ده شوې.

خو ایا په نیمه شپه د داسې یو مرکز د قفل پرانیستل له اصولو سره برابر عمل دی؟

د افغانستان د روڼتیا او پر ټاکنو د څار موسسې اجراییه ريیس حبیب الله شینواری وايي، اړینه وه چې د وضعیت او موضوع حساسیت په پام کې نیول شوی وای، خو که چېرې د معلوماتو ملي مرکز کې لاس‌وهنه شوې نه وي، د ټاکنو په روڼتیا او مشروعیت اغېز نه لري.

"دا ډېره ظاهري موضوع ده، هغه ټیم چې اعتراض لري، باید قانون ته احترام ولري. هغه مهال چې ګوري چې حساسو موادو کې لاس‌وهنه نه ده شوې او ورته دا موضوع ثابتېږي چې دا کار قصدي نه و، بیا مهمه ده چې دومره تېرېدنه ولري. "

خو د ثبات او هم‌پالنې انتخاباتي ټیم وايي، دوی ډاډ نه دی تر لاسه کړی چې ګنې د معلوماتو په ملي مرکز کې دې لاس‌وهنه نه وي شوي او باید د دې خبرې تضمین ورکړل شي.

بل لورته بیا د ولسمشرۍ نوماندانو شورا د جمهوري ریاست انتخاباتو د رایې شمېرنې په روان وضعیت اندېښنه ښودلې او زیاتوي، په دولت کې د حاکمو ټیمونو ترمنځ د رایې شمېرنې پر مهال دا ډول ټکر نه یوازې دا چې د انتخاباتو تخنیکي او حقوقي برخه له ننګونو سره مخ کړې، بلکې د دې ملي پروسې په اړه یې عامه افکار هم زیانمن کړي دي.

خو د افغاستان د انتخاباتو کمېسیون د تل په څېر یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې دا پروسه یې تر دې ځایه په بشپړه روڼتیا مدیریت کړې او له دې وروسته هم هیڅ اړخ ته اجازه ور نه کړي چې غیر قانوني لاس‌وهنه وکړي.

راپور: امید زهیرمل