شاته

د ټاکنو کمېسیون د غړو ترمنځ اختلاف په اړه د څارونکو بنسټونو اندېښنې

د انتخاباتو یوشمېر څارونکي بنسټونه د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدو خبره کوي او اندېښنه ښيي چې ګنې دا به د کمېسیون پر چارو منفي اغېز وکړي.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون کمېشنران خپلمنځي اختلافات ردوي، خو څارونکي بنسټونه وايي په دغه کمیسیون کې اختلافونه د مشرتابه تر کچې رسېدلي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ (فیفا) اجراييه رییس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، د جمهوري ریاست د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه د کمېسیون د غړو ترمنځ واحد نظر نه شته:

ښاغلي رشید وویل: "دا چې دوی نن نه توانېږي یوې پایلې ته ورسېږي چې لومړني نتایج څنګه او کله اعلان کړي، دا خپله ښيي چې دوی تراوسه یو واحد نظر نه لري."

د افغانستان د رڼو انتخاباتو د بنسټ رییس محمد نعیم ایوب‌زاده بیا وايي، د کمېسیون غړي په یو شمېر برخو کې اختلاف لري او همدې ټکي ټاکنیزو ټیمونو ته له وخت نه د ناوړه ګټنې اخیستنې زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل: "دا اختلافونه کولای شي، منفي تاثیرات ولري او د کمېسیون باور تر پوښتنې لاندې راولي. دا اختلاف په پای کې انتخاباتي ټیمونو ته زمینه برابروي چې د ځان په ګټه ترې استفاده وکړي. "

یو شمېر نا تایید شوي راپورونه وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د نظر اختلافات له مخکې موجود و، خو کله چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې نامعلومې مودې ته وځنډېدې، د دې اختلافاتو نښې نښانې تر یوه حده روښانه شوې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د شنبې د ورځې ماښام، په هغه ورځ چې دې کمېسیون باید د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړي وای وویل، د تخنیکي ستونزو، د وخت مدیریت او د رایو په شمېرلو کې د دقت له امله ونه توانېدل چې د انتخاباتو لومړني نتایج په ټاکلي وخت اعلان کړي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي محمد عبدالله بیا وروسته وویل، سره له دې چې تخنیکي ستونزې نه شته، خو د یاد کمېسیون چارې په ځنډ سره مخ ته ځي او له همدې امله د انتخاباتو د لومړنۍ پایلو اعلان و ځنډېد .

دغه شان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ځنډېدو له امله له خلکو بخښنه وغوښته، خو محمد عبدالله دا بخښنه د هغې شخصي نظر وباله .

ښاغلي عبدالله رسنیو ته وویل، که دی د اغلې نورستانۍ پر ځای وايي، په دې برخه کې یې مسوولان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل.

د انتخاباتو د کمېسیون د اطلاعاتو د مرکز د قفل د ماتېدو په اړه هم په اړه هم د کمیسیون غړو ویشلي نظرونه لرل.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړی اورنګ زیب د سه شنبې په ورځ په یوې خبری غونډه کې د کمېسیون د غړو ترمنځ هر ډول اختلاف رد کړل او ویې ویل، دوی په همغږۍ سره خپلې چارې مخته وړي.

هغه وویل: "له کومې ورځې راهیسې چې انتخابات په ښه توګه مدیریت شوي او خلک وايي، دا انتخابات ښه و، دا د کمېشنرانو د یووالي پایله ده. "

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، کمېسیون په انتخاباتو کې روڼتیا او خلکو ته د معتبرو پایلو اعلان ته ژمن دی.