شاته

خلیلزاد پر افغان سولې د خبرو لپاره اروپا ته سفر کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد نن د یکشنبې په ورځ اکتوبر ٢١ بروکسل، پاریس او مسکو ته سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ښاغلي خلیلزاد بلجیم، فرانسې او روسیې ته سفر کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې زلمی خلیلزاد به په بروکسل او پاریس کې د اروپایي ټولنې او ناټو د چارواکو په گډون د خپلو سیالو چارواکو سره وگوري.

دوی به پدې اړه خبرې وکړي په افغانستان کې د سولې د راوستلو هڅې څنگه په ښه توگه گړندۍ کړي.

اعلامیه همداشان وایي چې په مسکو کې به ښاغلی خلیلزاد د روسیې او چین له استازو سره وگوري او د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو په اړه به ورسره بحث وکړي.

ښاغلی خلیزاد پداسې حال کې دا هڅې بیا پیل کړي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ څه موده وړاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې بندې کړې وې.

له بلې خوا د امریکایي رسنیو په وینا د امریکا د دفاع وزیز مارک اسپر هم پدې خاطر افغانستان ته سفر کړی چې د طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو په اړه د افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي اسپر ویلي دي چې د طالبانو سره د ممکنې سولې موافقې باوجود په افغانستان ٨٦٠٠ امریکایي عسکر د ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره پاته شي.