شاته

د امریکا دفاع وزیر: د طالبانو او نورو ترهگرو ضد به پوځي مبارزه روانه وي

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر، نن د دوشنبې په ورځ اکتوبر ٢١ خبریالانو ته وویل تر هغه چې په افغانستان کې سوله راځي، د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو پر ضد به قوي پوځي مبارزه روانه وي.

ښاغلي اسپر زیاته کړه چې امریکا به د یو سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان د جوړیدو او د سولې لپاره د افغانستان د حکومت په مشرۍ د هلو ځلو ننګه کوي او په دې برخه کې به خپلو مرستو ته ژمنه وي.

هغه زیاته کړه: "د مذاکراتو له لارې د یو سیاسي موافقې ترلاسه کول ددې نتیجې د ترلاسه کولو تر ټولو ښه لار ده. ددغې نتیجې د ترلاسه کولو پورې مونږ د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو پر ضد چې د افغانستان د ولس په وړاندې تاوتریخوالی کوي، قوي پوځي مبارزې ته دوام ورکړو."

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه چې د انتخاباتو د نتیجې په پام کې نیولو پرته د افغانستان سره د امریکا امنیتي مشارکت به په خپل ځای پاته وي. هغه وویل په افغانستان کې د امریکا ماموریت ندی بدل شوی او د ترهگرۍ پر ضد مبارزه به دوام وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال آستن میلر، نن (دوشنبه اکتوبر۲۱) په کابل کې یو خبري کنفرانس کې وویل چې تیر کال په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو شمیر له ۱۴۰۰۰ څخه ۱۲۰۰۰ ته راټیټ کړای شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمیدو د ردولو او یا تائیدولو پرته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ددې وړتیا لري چې د ترهگرو ډلو پر ضد عملیات وکړي، خو ټینگار یې وکړ چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکایي ځواکونو شتون ته "اړتیا ده."

نیویارک تایمز، د امریکا او افغان مقاماتو له خولې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي دي چې په پای کې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ٨٦٠٠ سرتیرو ته راټیټ شي.