BBC
 شاته

امریکايي سرتيري له سوریې عراق ته ځي

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وايي پوځیان یې له سوریې وځي او د عراق په لوېدېځ کې به مېشت شي.ښاغلي اسپر خبریالانو ته ويلي د دغه کار موخه په عراق کې د داعش له بیا ځواکمنېدو سره مقابله او د دغه هېواد له دفاع سره مرسته ده. د نوموړي په وینا د دغه پوځیانو شمېر زرو ته رسېږي او له سوریې وتل به یې څو اوونۍ وخت ونیسي.