شاته

په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د ملگرو ملتونو خبرداری

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنگۍ تر ټولو لوړپوړی چارواکی ستفن اوبراین، کابل ته تللی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د هغه هیواد د حکومت او د مرستو رسوونکو سازمانونو تدابیر وڅیړي.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو د هم آهنگۍ ادارې (اوچا) خبرداری ورکړی دی چې د ژمي د موسم په رارسیدو سره یو شمیر بیوزلي افغانان په ځانگړې توگه داخلي بې ځایه شوي وگړي د بشري کړکیچ له گواښ سره مخامخ دي.

په اوس وخت کې شاو خوا ۱.۲ میلیونه افغانان په داخل کې بې ځایه شوي دي – هغه شمیره چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بې سارې گڼل شوی ده.

په تیرو اته میاشتو کې څه دپاسه ۲۴۵ زره کسان په افغانستان کې د خپلو کورونو خوشې کیدو ته اړ شوي دي او د ملگرو ملتونو سازمان ویلي دي چې ددغو خلکو شمیر به ښایي د ٢٠١٦ کال ترپایه یو میلیون کسانو ته ورسیږي.

وسله وال تاوتریخوالی، د امنیت نشتوالی او طبیعي افتونه د افغانستان دننه د خلکو د بې ځایه کیدو عمده لاملونه گڼل کیږي.

د ملگرو ملتونو سازمان همداشان د هغو کسانو د شمیر په اړه چې د سوءتغذي له گواښ سره مخامخ دي خپله اندیښنه څرگنده کړې ده. ددې سازمان د شمیرو له مخې سوءتغذي شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغانان متاثر کړي چې یو میلیون یې ماشومان دي.