شاته

غني د غم شریکۍ لپاره هسکې مېنې ولسوالۍ ته تللی

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هسکې مینې په جومات کې چاودنه په ملي او بین المللي سطحه یوه فاجعه او د بشریت په مقابل کې یو ناوړه عمل وباله.

ښاغلي غني نن یکشنبه د اکتوبر پر ۲۰مه «تلې ۲۸مه» د ننګرهار په هسکې مېنه ولسوالۍ کې د تېرې جمعې ورځې د خونړي برید د قربانیانو له کورنیو وسره لیدنه کې وویل، چې یاده پېښه غندي.

هغه وویل:"دا په یو واړه کلي کې یوه پېښه نه وه، دا د انسانیت په مقابل کې، د بشریت په مقابل کې، د انسانیت په مقابل کې، د افغانستان په مقابل او د پښتنیت په مقابل کې یو ناوړه عمل و او موږ یې ټول غندو."

ولسمشر غني د شینوارو له ولسونو چې د نوموړي په ینا داعش ډلې ته یې سخته ماتې ورکړې ده مننه وکړه.

هغه وویل:"دا ښيي چې ستاسو اوچتوالی څومره ده او د دې خاینینو کموالی څومره دی، له دارنګه یو اوچت ولس سره دا ډول چلند په هېڅ قانون په هېڅ اصولو په هېڅ الفاظو یوازې غندلی نشي، بلکې دا خلک باید په لاس واخلو، او دا خلک باید جهنم ته ولېږو او جهنم ته به یې لېږو انشاءالله."

نوموړي د ننګرهار له والي او ملي امنیت له رئیس نه غوښتل چې د شنیوارو له خلکو سره په ګډه له هسکې مېنې د داعش، طالبانو او نورو تروریستانو ریښې او لمن ټوله کړي.

له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار، مشرانو جرګې رئیس، د ولسي جرګې مرستیال او کابیني یو شمېر غړي ملګري دي.

ولسمشر غني پر داسې مهال ننګرهار ولایت ته سفر کوي، چې د تېرې جمعې په ورځ د هسکې مېنې په جودري سیمه کې د جمعې لمانځه پرمهال یو جومات کې د چاودنې له امله ۶۶ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او ۳۶ نور ټپیان شول.

دغه خونړۍ چاودنه، په کور دننه او بهر کې په پراخ ډول وغندل شول، تر دا مهاله یې مسؤلیت هېڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.