د امریکا د کانګریس پلاوی اردن ته لاړ
د امریکا د کانګریس د استازو جرګې مشره ننسي پلوسي او په دې جرګه کې د دواړو ګوندونو ۸ نور غړي اردن ته تللي چې له پاچا عبدالله او نورو اردني چارواکو سره وویني.
پلوسي په هغه بیان کې، چې پرون (شنبه) یې خپور کړ، ویلي چې د دواړو ګوندونو غړیو په داسې یوه وخت کې سفر کړی چې د دې سیمې د امنیت او ثبات لپاره حساس دی.
اردن په منځني ختیځ کې د امریکا یو کلیدي متحد دی.