BBC
 شاته

ولسمشر غني "د خواخوږۍ لپاره" هسکې مېنې ته ورسېد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هسکه مېنه ولسوالۍ کې خلکو ته په ونیا کې د جمعې ورځې چاودنه لوی ناورین وباله او ژمنه یې وکړه، چې د شینوارو ولسوالیو ته واضح پرمختیايي پلان جوړوي. له ارګ خپره شوې بیانیه وايي، ولسمشر د جودرې جومات د پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره دې ولسوالۍ ته تللی دی.