شاته

د سعودي مفتي الاعظم :ایرانیان مسلمانان ندي

د سعودي عربستان لوی مفتي عبدالعزیز الشیخ د دغو څرګندونو نه یوه ورځ مخکې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي ویلي و چې د سعودي چارواکو تیر کال د حج په دوران کې حاجیان "وژلي" دي.

د مکه خبري اژانس نن د سه شنبې په ورځ د مفتي الاعظم الشیخ له قوله ویلي دي چې د خامنه اي دا ډول تورونه د هغوي لپاره د حیرانۍ خبره نده ځکه چې ایرانیان د "زردشتیانو" اولاده ده او په همدې خاطر هغوي "مسلمانان" ندي.

عبدالعزیز الشیخ ویلي دي چې د اسلام او په ځانګړي ډول د سني مذهبه مسلمانانو سره د ایرانیانو دښمني د پخوا نه ده.

د اې پي خبري اژانس د معلوماتو له مخې پروسږکال د حج په دوران کې د جرثقیل د رالویدو په پیښه کې شاوخوا دوه زره څلور سوه او شپږ ویشت کسان وژل شوي و. په وژل شویو کسانو کې ۴۶۴ یې ایرانیان و.