شاته

اروپايي ټولنې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبا د غه څرګندونې د جمعې په ورځ د اکتوبر پر ۱۸مه «تلې ۲۶مه» د هرات د امنیتي خبرو په اتم کنفرانس کې وکړې،

ښاغلي کوبیا اوربند د دواړو لورو ترمنځ یو لومړیتوب وباله او هغه یې د سولې خبرو تر بیا پیلېدو مخکې د یو شرط په توګه یاد کړ.

هغه همدارنګه زیاته کړه، هڅه کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان لپاره د اروپا ټولنې ځانګړي استازي د سولې په خبرو کې د ښځو حقوق او په تېرو اتلسو کلونو کې د خلکو او افغان حکومت د لاسته راوړنو ساتل د سولې په خبرو کې د مهم شرط په توګه یاد کړل.

بلخوا د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر رنګین دادفرسپنتا هم دغه غونډې ته د وینا پرمهال د سولې خبرو پر بڼې په انتقاد سره وویل، چې دغه خبرې ډموکراټیکو ارزښتونو په کتو د عادلانه سولې لامل نشي کېداي.

هغه له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د شفافیت پر رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د طالبانو د مهال د مالیې پخواني وزیر معتصم اغا جان په دغه کنفرانس کې وویل، چې طالبان به یوازې له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړي.

د هرات د امنیتي خبرو په اتم پړاو کنفرانس کې د پنځلسو هېوادونو سلو تنو سیاسیونو، دولتي چارواکو او فرهنګي څېرو ګډون کړی و.