شاته

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په یو جومات کې چاودنه شوې

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په یو جومات کې د جمعې لمانځه پر وخت چاودنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه نن له غرمې وروسته څه د پاسه یوه بجه د هسکې مېنې ولسوالۍ جودرې سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي نن جمعه د اکتوبر پر ۱۸مه «تلې پر۲۶مه»امریکا غږ ته وویل چې چاودنه په جومات کې دننه په لمونځ کوونکو شوې ده.

ښاغلي خوگیاڼي وویل چې په دغه چاودنه کې ٦٢ تنه وژل شوي او ٣٣ نور ټپیان دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر زرغون دمخه ویلي وو چې روغتون ته دوه دېرش جسدونه او شپېته ټپیان انتقال شوي دي.

نوموړی وايي، مړي او زخمیان لا هم په سیمه کې پاتې دي.

د سیمې یو اوسېدونکي اشنا را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغه پېښه کې تر پنځوسو لمونځ کوونکي وژل شوي او تر سلو ‌‌‌‌‌‌ډېر زخمیان دي.

تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.