شاته

میس عینک لوبډلې د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي وګټله

د محمد نبي عیسی خېل په مشرۍ د میس عینک لوبډلې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

نن د لوبې پچه د میس عینک لوبډلې وګټله خو د بند امیر ښامارانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بند امیر ښامارانو په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره میس عینک لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.

د بند امیر ښامارانو لوبډلې له ډلې عمران جنت ۳۲، شوکت زمان ۲۷، باطن شاه ۲۳ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۲۲ منډې ترلاسه کړې.

د میس عینک لوبډلې لخوا نوین الحق تر ټولو ډیرې ۳ ویکټې تر لاسه کړې خو په خپلو څلورو اورونو کې یې ۴۱ منډې هم ورکړې.

همداراز شرف الدین اشرف ۲ او محمد نبي او نور احمد هر یو ۱ لوبغاړی وسوځولو.

د ښامارانو په ځواب کې د میس عینک اتلانو لوبډلې ښه لوبه پیل کړه او تر ۹ اوور پورې یې ۷۱ منډې کړې وې او هیڅ لوبغاړی یې سوځیدلی نه وو.

د میس عینک په لوبډلې کې رحمان الله ګربز ۳۶ او نورعلي ځدراڼ ۴۲ منډې وکړې. همداراز احسان الله جنت ۲۵ او محمد نبي ۳۰ منډې وکړې.

په وروستیو درې اورونو کې د میس عینک لوبډلې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او خبره دې ته ورسیده چې په وروستي اوور کې څلور منډې په کار وې.

مس عینک لوبډلې دغه هدف په وروستي اوور کې د یو توپ په سپمولو وګټلو.

د میس عینک او بند امیر ښامارانو لوبډلې تېره ورځ د دغو سیالیو پای لوبې ته وتلې وې.

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ د تلې میاشتې پر ۱۵مه نېټه د بند امیر ښامارانو، کابل بازانو، امو نهنګانو، سپین غر زمریانو او د میس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.