شاته

د سوریې په سرحدي ښار کې د روسیې بیرغ ودرول شو

د کردي جنګیالیو او سوریې د حکومت ترمنځ له پرېکړې وروسته د سرحدي ښار د زورمګار په یوې ویجاړې شوې ودانۍ باندې د روسیې بیرغ ځړول شوی دی.

دا بیرغ د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱۷) ورپول شو. دا پرېکړه هم شوې ده چې په سرحدي سیمو کې به د سوریې حکومتي ځواکونه ځای پر ځای کیږي.

د رزومګار سیمه چې له ترکیې سره سرحد لري، د کردي جنګیالیو تر ولکې لاندې وه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خولې لیکل شوي چې مسکو انقرې ته ژمنه ورکړې چې په سرحدي سیمو کې به د سوریې کردي جنګیالي نه وي.

د سوریې رسنۍ وايي چې حکومتي ځواکونه د کوباني ښار ته هم رسېدلي دي چیرته چې کرد جنګیالي دیره وو.

په همدې حال کې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس له ولسمشر اردغان او نورو چارواکو سره خبرې پیل کړي چې د سوریې په شمال کې د کردانو خلاف د ترکیې پوځي عملیات ودریږي.

ترکیې له هغه وروسته د کردانو خلاف عملیات پیل کړل چې امریکايي ځواکونه ووتل. د ترکیې د عملیاتو له کبله شاوخوا ۱۶۰زره خلکو خپل کورونه پرېښي دي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ وویل چې پر سوریه د ترکیې برید "د امریکا ستونزه" نه ده.