شاته

روسیې امریکایي دپلوماتان پرېنښودل چې ممنوعه سیمې ته ننوځي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي پولیسو د دغه هېواد په شمال کې یو نظامي مرکز ته نژدې درې امریکايي دپلوماتان نه دي پرېښي چې یوې ممنوعه سیمې ته داخل شي.

په دغې سیمې کې د اګست په اتمه نیټه په یوې مرموزې چاودنې کې د روسیې د اتومي پروګرام پنځه کارکوونکي ووژل شول. له چاودنې وروسته چارواکو اړوندو سیمو کې مېشتو کورنیو ته ویلي وو چې له کورونو ووځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱۷) وویل چې امریکايي دپلوماتانو دغې ممنوعه سیمې ته د ننوتلو اجازه نه لرله.

نوموړې وویل دا د امریکا "نظامي دپلوماتان" وو چې پولیسو نیولي دي، خو د هغوی نومونه یې یاد نکړل.

د روسیي د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چي امریکايي دپلوماتان ډیری وخت هلې ځلې کوي چې ممنوعه سیمو ته ځانونه ورسوي.

هغې وویل چې مسکو به په دې اړه واشنګټن ته رسمي اعتراض وکړي. امریکايي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.