BBC
 شاته

یوناما: تېرو درې میاشتو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله رېکارډ کچې ته رسېدلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما وایي، د روان زېږدیز کال تېرې درې میاشتې ملکي کسانو ته تر بل هر وخته ډېرې خونړۍ وې. یوناما په خپل تازه راپور کې، چې نن پنجشنبه اکتوبر ۱۷ مه ناوخته خپور شو، ویلي په جولای، اګست او سپتمبر میاشتو کې څه باندې څلور زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.