BBC
 شاته

د سوریې او روسیې ځواکونه "کوباني ته ننوتل"

د سوریې د انساني حقونو څار مرکز او المیادین شبکه وايي، د سوریې پوځ د روسي ځواکونو په ملتیا د دغه هېواد شمال کې کوباني ښار ته ننوت. له دې لږ مخکې رقه ښار ته هم د سوریايي ځواکونو د ننوتلو خبره وشوه. کوباني ښار هم د کورد او داعش وسلوالو ترمنځ د جګړې مهم ډګر پاتې شوی دی.