شاته

د ولسمشر ټرمپ مواخذه او د سوریې مسله د کاندیدانو د بحث موضوع

د امریکا د ریاست جمهوري۱۲ کاندیدانو د سې شنبې په ورځ (اکتوبر ١٦) اوهایو ایالت کې په یوې مناظرې کې برخه واخیستله.

دغه دموکراتو کاندیدانو نه یوازې د امریکا په جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ترمپ ډیرې نیوکې وکړې بلکې د ‏روغتیایي بیمې، د عوایدو د نابرابرۍ او د سوریې او افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو په سر هم د یو بل پر تگلارو انتقادونه وکړل.

د ۱۲ دوموکراتو کاندیدانو څلورمه مناظره د امریکا په عصري تاریخ کې تر ټولو لویه مناظره بلل کیږي. د سپنیې ماڼۍ دغه امیدواران په داسې حال کې سره راټول شوي و چې ټرمپ د مواخذې له خطر سره مخ دی او د سوریې څخه د امریکایي عسکرو د وتلو تر پریکړې وروسته د سوریې او ترکیې ترمنځ د یوې نوې جگړې ویره مخ په زیاتیدو ده.

د سې شنبې په مناظرې کې د ولسمشر ترمپ د مواخذې تحقیقات او د هغه هڅې چې اوکراین یې اړ کړي د دموکرات کاندېد جو بایدن په اړه پلټنې وکړي، د بحث مهمه موضوع وه.

بایډن ځواب ورکولو ته تیار و او وویل "رودي جولیاني، ولسمشر او ډلې یې د مخه لا ثابته کړه چې هغوی سپین درواغ وایي. مونږ باید اوس په ډانلډ ټرمپ فکر وکړو. هغه نه غواړي چې زه د ولسمشرۍ کاندید شم. هغه په ما پسې دی ځکه پوهیږي که چېرې ما د گوند نوماندي تر لاسه کړه هغه ته به سخته ماته وکړم."

د مسچوست د سناتورې الیزابت وارن په گډون ټولو دولسو کاندیدانو د ولسمشر ترمپ د مواخذې د تحقیقاتو ملاتړ وکړ. میرمن وارن چې د جو بایدن وروسته مخکښه کاندیده ده وویل "مواخذه یوازنۍ لاره ده چې ثابته کړو دا سړی [ډونالډ ټرمپ] پرته له عواقبو بیا بیا د قانون د ماتولو جواز نلري."

بل مخکښ کاندید برني ساندرز چې څو ورځې وړاندې د زړه حمله پرې راغلې وه، د ولسمشر د مواخذې په تړاو خبرداری ورکړ.

ساندرز زیاته کړه "خو زه فکر کوم چې دا به تاواني کار وي که چېرې امریکایان وگوري چې مونږ ټول په ټرمپ پسې نښتي يو او ٨٧ میلیونه امریکایان مو هیر کړي چې صحي بیمه نلري یا صحي مصرف نشي پوره کولای."

د نیو جیرسي سناتور کوري بوکر اندیښمن و چې رای اچونکي ښایي د دموکراتانو له خوا د مواخذې مسلې ته د یو مغرضانه عمل په سترگه وگوري.

سناتور بوکر وایي "زه د غوسې احساس درک کولی شم خو مونږ باید دا پروسه په یوه با وقاره طریقه ترسره کړو چې خلک د نفاق په ځای بیرته سره متحد شي."

د بهرنۍ پالیسي په اړه په دې مناظرې کې ټول کاندیدان د ولسمشر ترمپ د وروستۍ پریکړې چې امریکایي عسکر یې د سوریې له شماله ووایستل مخالف و.

دموکرات کاندید پېت بودیجیج چې د امریکایي پوځي په توگه په افغانستان کې دنده ترسره کړې وایي"په سوريه کې د وژنې لړۍ د امريکا د حضور نتیجه نده. دا د دغه ولسمشر او د امريکا د متحدينو له خوا د امريکايي ارزښتونو د وتلو او خيانت نتیجه ده. ما فکر نه کاوه چې موږ باید په لومړي سر کې عراق ته تللي وای او زه فکر کوم چې موږ باید له افغانستانه ووځو خو د سوریې په دغه سیمه کې یوازې د ځانګړو عملیاتو لږ شمیر ځانګړي ځواکونه او استخباراتي وړتیا موجوده وه. اوس نسل وژنه او د داعش بیا راژوندي کیدل پیل شوي دي."

سناتوره ایمي کلوباچر هم د ولسمشر د پریکړې مخالفه ده. هغه وايي "زه غواړم له ولسمشر واورم چې څنګه کردانو او خپل متحدین د وژلو لپاره یوازې پریږدو څو روسیه بیا راشي او د دوی د ساتنې لپاره اقدام وکړي. په دې سره څنګه امریکا یوځل بیا ستر مقام ته رسیدلی شی. زه غواړم له هغه واورم چې څرنګه هغه ولادیمیر پوتین په غیږ کې د نیولو سره امریکا بیا ستر مقام ته رسوي. دا امریکا نه روسیه بیا ستر مقام ته رسوي."

د کلیفورنیا سناتوره کامله حارث وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالد له پریکړې چې امریکایي عسکر یې له سوریې ووایستل څلورو ډلو گټه واخیستله؛ روسیه، ایران بشارالاسد او داعش.

دموکراتو کاندیدانو په تیرو دریو مناظرو کې مخکښ کاندید جو بایدن تر کلکو نیوکو لاندې راوستی و خو دا ځل لږو کاندیدانو ځان په بحثونو کې د بایدن سره مخامخ کړ او دا ځل کاندیدانو خپل پام او انتقادونه بلې دویمې مخکښې سناتورې الیزابت وارن ته اړولی و.

د دموکرات گوند راتلونکې مناظره به د نوامبر میاشتې په شلمه نېټه په جورجیا کې وشي.