شاته

ټرمپ: شوروي اتحاد افغانستان کې په روسیې بدل شو، اوس سوریه کې مداخله کوي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په سوریې کې د روسیې د مداخلې په اړه تازه څرګندونې کړي دي.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۱۶) په سپینې ماڼۍ کې د ایټالیا له ولسمشر سره په خبرې کنفرانس کې وویل چې مسکو په سوریه کې مداخله کولی شي خو باید په افغانستان کې هم خپله مداخله هېره نکړي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې دا د سوریې خوښه ده چې له روسیې او بل هر چا سره ملګرتیا او ایتلاف ولري، او "زه ورته ښه چانس غواړم. تاسو پوهیږی روسیه، چې شوروي اتحاد بلل کېده، په افغانستان کې هم ښکېله وه. اوس یې روسیه بولي، ځکه چې دوی په افغانستان کې ډېر لګښت وکړ او له همدې کبله دغه اتحاد کوچنی شو، بیخي کوچنی."

پخواني شوروي اتحاد په اتیایمو کلونو کې پر افغانستان یرغل کړی و چې پر ضد یې ولسي پاڅون وشو او د شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

ښاغلي ټرمپ څو ورځې مخکې هم د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې افغانان ډېر کلونوه کیږي چې جنګ کوي او همدا یې کار دی.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا څه باندې ۱۰زره امریکایي سرتېري مېشت دي چې افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي او سلا مشورې ورکوي.

ښاغلي ټرمپ همدغه راز وویل چې روسیه له ترکیې سره ستونزه لري او د سوریې او ترکیې له پولې سره ستونزه لري چې په خبره یې دا مسئله په امریکا پورې هېڅ تړاو نلري او " هغه زموږ پوله نه ده او موږ نباید پر هغه باندې سرونه ورکړو."

ښاغلي ټرمپ داسې مهال په سوریه کې د روسیې د مداخلې خبره کوي چې همدا اوس د امریکا د ملي امنیت مشاور په ترکیه کې دی چې چارواکي وهڅوي د سوریې په شمال کې د کردانو پر ضد پوځي عملیات ودروي.

ټاکل شوې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په دې اړه ترکیې ته ولاړ شي.

تېره ورځ امریکا د ترکیې پر پنځو وزارتونو او وزیرانو بندیزونه ولګول.

ترکیې له هغې وروسته د کردانو پر ضد عملیات پیل کړل چې ټرمپ له هغې سیمې د خپلو ځواکونو د ویستلو خبر ورکړ.