شاته

د ټاکنو کمیسیون مرکزي سرور ته د بیومټریک معلوماتو انتقال لا هم نه دی بشپړ شوی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي له بيومټريک دستګاوو، د مرکزي زېرمتون سيسټم ته د رايو د لېږد بهير لا هم نه دى بشپړ شوى.

خو د دغه کميسيون د دارالانشا رئيس حبيب الرحمن ننګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ويلي وو چې دا پروسه د سې شنبه تر ماښامه بشپړه شي.

بلخوا د انتخاباتو خپلواک کميسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن (چهارشنبه، میزان ۲۴مه) ازادي راډيو ته وويل، د رايو د انتقال پروسه لا هم روانه ده.

"تر پرون (سه شنبه) ناوخته پورې د يو مليون څلور لکه ٨٨ زره رايه ورکوونکو معلومات له بيومټريک دستګاوو، د ټاکنو خپلواک کميسيون مرکزي سرور ته لېږدول شوي دي. هڅه کېږي چې ژر تر ژره دا پروسه پاى ته ورسېږي."

د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند وايي د ټاکنو په ورځ د ٢٦ زره ٥٦٨ محلونو له جملې د٢٢زره ٥٨٨ محلونو بيومټريک معلومات سرور ته انتقال شوي او د څه باندې ٣٩٠٠ نورو محلونو رايې د انتقال په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمیسیون د تېرې دوشنبې په ورځ (میزان ۲۲مه) اعلان وکړ چې مرکزي سرور ته څه باندې یو میلیون او ۷۳۷ زره رایې انتقال شوي دي. ددغه کمیسیون کمیشنرې رحیمې ظریفي ویلي و چې دا رایې د ۲۲ زره ۵۸۸ محلونو دي.

د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې د تلې/ميزان پر ٦مه وشوې.

د دغه کميسيون د مهالوېش له مخې لومړنۍ نتيجه به د تلې پر ٢٧مه او نهايي نتيجه به د لړم/عقرب پر ١٦مه اعلان شي.