شاته

یوناما: افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې ۸۵ تنه ملکیان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یوناما) وايي، د میزان ۶مې ولسمشریزو انتخاباتو په ورځ د طالبانو په حملو کې ۲۸ ملکیان وژل شوي دي.

د یوناما د راپور موندنې ښيي چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې بیا د طالبانو په حملو کې ۸۵ ملکیان وژل شوي چې له درېیو یوه برخه یې ماشومان دي. په راپور کې راغلي چې په همدې ورځ ۳۷۳ تنه ټپیان شوي دي.

وړاندې په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی تدامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي، طالبانو غوښتل چې انتخابات وننګوي او افغانان د رایې له حق څخه محروم کړي.

افغانستان کې د میزان ۶مې ولسمشریزې ټاکنې د طالبانو د ګواښ تر سیوري لاندې ترسره شوې.
افغانستان کې د میزان ۶مې ولسمشریزې ټاکنې د طالبانو د ګواښ تر سیوري لاندې ترسره شوې.

د ښاغلي یاماموتو په وینا پر ملکي وګړو پراخ یا سیستماتیک بریدونه ممکن د بشریت په وړاندې جنایت وبلل شي او له شک پرته ملګري ملتونه دا غندي.

خو د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندرابي په همدې ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د انتخاباتو په ورځ او له هغه وړاندې دوی پر طالبانو فشارونه زیات کړي و.

"امنیتي او دفاعي بنسټونه ډاډه و چې دوی به ملکي برخو باندې فشار راوړي او په دغه ورځ دوی هیڅ کار ونشو کړای."

د نوموړي په وینا طالبانو غوښتل چې د جمهوري ریاست انتخابات ګډوډ کړي، خو دولتي ځواکونو یې امنیت ټینګ کړ او هغوی بریالي نه شول.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د امنیت د تېنګښت لپاره د دولتي ځواکونو چمتووالی په ملي او نړیواله کچه وستایل شو.

په پام کې ده د تېر ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ اعلان شي.