BBC
 شاته

امریکا په سوریه کې د عملیاتو له امله پر ترکیې بندیزونه ولګول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ترکیې د مالي بندیزونو لګول تایید کړي، چې موخه یې په شمالي سوریه کې د کردي ځواکونو پر ضد د روانو ترکي عملیاتو درول دي. واشنګټن د ترکیې د دفاع، کورنیو چارو او انرژۍ وزارتونه په تور نوملړ کې اچولي او په امریکا کې یې د هغوی شتمنۍ کنګل کړې دي.