شاته

څه باندې ۱.۷میلیون بایومیټریک رایې مرکزي سرور ته داخلې شوي - کمېسیون

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، تر دا مهاله یو میلیون ۷۳۷زره او ۸۸ بایو میټریک رایې مرکزي سرور ته داخلې شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې رحیمه ظریف د دوشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۴مه «تلې ۲۲مه» خبریالانو ته وویل، چې دا یوازې د ۲۲زره او ۵۸۸ محلونو بایومیټریک رایې دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د څه باندې ۳۹۰۰ محلونو بایومیټریک رایې لا مرکزي سرور ته نه دي داخلي شوي.

اغلې ظریف وویل:"اعلان شوي ارقام د تغیر وړ دي،ځکه کله چې په مجموع کې ارقام مرکزي سرور ته انتقالېږي او نورو مراحلو تر بشپړولو وروسته به ابتدايي او وروستي ارقام د افغانستان له خلکو سره شریک کېږي."

دغه کنفرانس ته د ټاکنو کمېسیون یو بل کمېشنر اورنګ زېب بیا وویل، تمه لري چې د نن ورځې تر پایه او یا هم تر سبا پورې د ټولو محلونو رایې مرکزي سیسټم ته داخلې شي.

نوموړي زیاته کړه چې تېره شپه مرکزي سرور ته د بایومیټریک رایو داخلولو بهیر د ناظرینو په حضور کې په چټکۍ سره روان و.

د ټاکنو کمېسیون مشرۍ حوا علم نورستانۍ بیا وویل که څه هم کمېسیون پر خپل وخت د پایلو اعلان ته ژمن دی، خو زیاته یې کړه، که چیرې په دې برخه کې کومه ستونزه رامنځته کېږي له خلکو سره به یې شریکه کړي.

نورستانۍ وویل:"موږ خپل مهالوېش ته بلکل ژمن یو، د همدې لپاره ډېر کار کوو. که چیري کومه ستونزه رامنځته کېږي،دا بیا موږ د افغانستان له خلکو سره شریکه و."

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د تلې پر ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب یا لړم میاشتې پر ۱۶مه نېټه اعلان شي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما ویلي، چې یوازې د بایومیټریک رایو شمېرلو په اړه د ټاکنیزو کمېسیونونو له دریځ څخه ملاتړ کوي.