شاته

ټرمپ: په ترکیه باندې لوی اقتصادي بندیزونه په لار دي

ولسمشر ټرمپ په سوریه کې د کردانو پر ضد د ترکیې د پوځي عملیاتو په غبرگون کې ویلي دي چې د دغه هېواد پر ضد لوی اقتصادي بندیزونه پر لار دي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۴) په خپل ټویټ کې ولیکل " پر ترکیې لوی اقتصادي بندیزونه په لار دي. ایا رښتیا هم خلک دا فکر کوي موږ له ترکیې سره، چې د ناټو غړې ده، وجنګیږو؟ نا تمام جنګونه به تمام شي."

له هغه وروسته چې امریکايي پوځیان د سوریې له شمال څخه ووتل، د ترکیې ځواکونه د کردانو پر ضد عملیات پیل کړل، خو ولسمشر ټرمپ وویل چې نباید امریکا د ترکیې په سرحد کې په جنګ کې دخیله شي.

په همدې حال کې د فرانسې او جرمني مشرانو په یوې ګډې خبرې غونډې کې وویل چې ترکیه د یو ناوړه بشري وضعیت د رامنځ ته کېدو له خطر سره لوبې کوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل:" د ترکیې عملیات یو داسې بشري وضعیت رامنځ ته کېدو ته لاره پرانیزي چې کنترول به یې سخت وي او له بلې خوا دغه کار په سیمه کې د داعش د بیا راټوکیدو سره هم مرسته کوي."

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل بیا وویل: " نن مې له ولسمشر اردوغان سره یو ساعت خبرې وکړې. هو، موږ باید د ترکیې امنیتي ګټې په پام کې ونیسو خو باید د بشري وضعیت له کبله د ترکیې دا برید ودرو."

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په لوکزامبورگ کې سره را ټول شوي چې پر ترکیې د وسلو نه پلورلو مسئله وڅېړي. د ترکیې ولسمشر دا کار غندلی او ویلي دي چې ترکیه د ناټو غړې ده.

ترکیه کردي جنګیالي ترهګر ګڼي او له لسیزو راهېسې یې پر ضد پوځي او سیاسي اقدامات کوي.